BBC News, پښتو - کور پاڼه

  • د دایکندي ولایت مقام

    دایکندي کې چاودنې ۱۴ ولسي وګړي ووژل

    د افغانستان مرکزي ولایت دایکیندي کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت کجران ولسوالۍ کې هغه مهال د چاودنې له امله ۱۴ کسان ووژل او درې ټپیان شول چې یوه ګاډي کې زیارت ته تلل. په وژل شویو کې ۷ ښځې، ۵ ماشومان او ۲ سړي دي او ۳ ماشومان ټپیان دي. کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو چارواکي وسلوالو طالبانو ته ګوته نیسي.

  • ایا لابراتوار کې جوړې شوې "د تي شیدې" به بازار کې عامې شي؟

    که تاسو ماشومان لرئ، یا یې د لرلو لېواله یاست، احتمالاً تاسو ته ویل کېږي چې "د تي شیدې تر ټولو غوره دي"، خو هغه میندې چې شیدې نه لري او هغه ماشومان چې د مور د تي شیدې ونه څښي، څه ورپېښېږي؟

  • تورخم لار ویزه لرونکو افغانانو ته پرانیستل شوه

    د افغانستان ختیځ ته په ننګرهار کې چارواکي وايي، د تورخم لار لس بجې هغو افغانانو ته پرانیستل شوه چې د پاکستان ویزې لري. له دې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار صادق خان ویلي وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورخم په ګډون ټولې لارې اونۍ کې د څلور ورځو لپاره پرانیستې وي.

  • قریشي: افغانستان او پاکستان کې په لوړه کچه د افغان سولې ملاتړ شته

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، پر افغانستان او پاکستان سربېره د افغان سولې لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ هم شته. نوموړي د سې شنبې په ورځ اسلام اباد کې د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ ته د افغان ملي مصالحې د مشر عبدالله عبدالله سره ګډه وینا کې وویل له سیمه ییز ملاتړ پرته افغانستان کې سوله ناشونې ده.

  • کورونا نړۍ کې له یو میلیون ډېر کسان ووژل

    څېړونکي وايي، په نړۍ کې له کورونا وېروس د مړو کسانو شمېر تر یو میلیون پورته شو. د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې وايي، امریکا، برازیل او هند کې له کورونا نږدې نیم میلیون کسان وژل شوي دي. په دا مهال د روغتیا نړیوال سازمان هیله ښيي چې د کورونا نوې معاینې- چې پنځو منټو کې یې نتیجه وځي او پنځه ډالر بیه لري- ښايي هغو ټولنو کې د کورونا په مهار کې مرسته وکړي چې ډېر مالي امکانات نه لري.

  • ویډیو, 'یوه ګولۍ مې پر دوو ماشومانو وېشم', 2,32

    په لبنان کې اقتصادي وضعیت لسګونه زره وګړي د بې وزلۍ تر پولې رسولي او د حکومت ضد اعتراضونو لامل ګرځېدلی. د بهرنیو، په تېره د ډالر پیسو کمښت د لبناني پولي واحد (لیرې) ارزښت هم راغورځولی. اوس ګڼ درملتونونه د بندېدو په درشل کې دي.

  • د کانکور ازموینې پایله؛ بیا هم یوه نجلۍ اول نمبر شوه

    د افغانستان د کانکور ازموینو ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ د روان کال د کانکور ازموینو پایله اعلان کړه، چې پکې د پلازمېنې کابل یوه اوسېدونکې اول نمبر شوې ده. د شمسیه په نوم دې زدکوونکې ۳۵۳،۱۸۵ نمرې وړې او د کابل طب پوهنتون ته کامیاب شوې ده.

  • ویډیو, بريتانيا کې ډوب شوی ځنګل, 1,58

    تر ډېره د بریتانیا په وېلز کې افسانوي نکلونه بلل کېدل، خو اوس تاریخپوهان فکر کوي چې ډوب شوي ځنګلونه یې موندلې دي. د افسانو له مخې، دلته یوه ډېره لرغونې پاچاهي، هغه مهال په سمندر کې ډوبه شوه چې، د سمندر ساتونکو هېر شوي و، چې دروازې يې وتړي.

  • ویډیو, د کورونا د درملنې بله هڅه, 2,34

    د کورونا وبا د درملنې د موندلو هڅې لا هم روانې دي. یوه نوې درملنه چې ویل کېږي ښايي ګټوره ثابته شي، د بریتانیا په روغتونونو کې ازمویل کېږي. په دې درملنه کې مصنوعي انټباډيزي کارېږي چې مونو کلونل انټي باډيز یې بولي.

  • ویډیو, د حافظې کمزورتيا, 2,32

    په بریتانیا کې، له هغو تور پوستو او اسیايي خلکو سره د ځانګړې مرستې غږونه شوي دي چې له ډېمنشا یا د حافظې له کمزورۍ سره ژوند کوي.

  • ویډیو, د افغان سولې خبرې, 3,36

    قطر کې طالبانو مرکچي پلاوي د څرګندونو په غبرګون کې، چې خپل مقابل لوری يې د خنډونو پر جوړولو تورن کړی و، د افغان دولت مرکچي پلاوی وايي، یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر هوکړې تکیه نه شي کولی، او خپل قانوني بنسټ بايد ولري.

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

قریشي: پاکستان غواړي چې افغانستان کې جګړه ختمه شي

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ پاکستان ته په درې ورځني سفر لاړ. ښاغلی عبدالله خپل ټوېټر کې لیکي، دا لیدنه به دواړو لورو ته په دوحه کې د افغان سولې خبرو او خپلمنځي اړیکو په هکله د نظر تبادلې ته ښه چانس برابر کړي.

پختون، پښتون، پشتین او سخت دریځي، پاکستان کې ناندریز پیغام بحث تود کړی

پاکستان کې پر خواله رسنیو یو ویډیويي کلیپ خپور شوی، چې په ظاهره پکې د پاکستان مېشتو قومونو تر منځ د برابرۍ پیغام ورکړل شوی دی، خو د دغې ویډیو اغېز بیا برعکس دی.

د اذربایجان او ارمینیا جګړه؛ افغانستان او ترکیې د اذربایجان ملاتړ وکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې د اذربایجان او ارمینیا ځواکونو ترمنځ په قره باغ سیمه کې پر روانو نښتو اندېښنه څرګنده کړې او په دې قضیه کې یې د اذربایجان د خلکو او دولت ملاتړ اعلان کړی. افغان حکومت همدا راز په روانو نښتو کې پر اوښتي ځاني او مالي زیان خواشیني څرګنده کړې ده.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ: توپان هریرود لومړۍ بریا خپله کړه

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ د توپان هریرود او اباسین څپې لوبډلو تر منځ په لوبه پیل شوې، چې د صفر په مقابل کې په یوه ګول د تېر پړاو اتلې لوبډلې توپان هریرود وګټله. د دې لوبې یوازینی ګول د توپان هریرود له لوري رحمت الله خیر خواه تر سره کړ.

امریکا کې د دماغ خوړونکي میکروب خبرداری ورکړل شوی

د امریکا ټکساس ایالت لیک جاکسن ښار چارواکو له خلکو غوښتي چې د اوبو له نل لیکو کارولو ډډه وکړي؛ ځکه چې په وینا یې ښايي په دماغ خوړونکي او وژونکي میکروب ککړ وي.

د نړۍ کانونو کې څومره سره زر پاتې دي؟

تېره میاشت نړیوال مارکېټ کې د یو اونس یا نږدې ۲۸ ګرامه سرو بیه هغه وخت تاریخ کې لوړ کچ ته ورسېده، چې مالیه یې له دوو زرو ډالرو نه هم ډېره شوه.

امریکا ۴۸ ساعتونو کې د ټېک ټاک او وي چټ پر ډاونلوډ بندیز لګوي

که د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وروستۍ شېبه کې کوم جوړجاړی و نه کړي، پر ټېک ټاک او وې چټ اپلېکشنونو به له یکشنبې وروسته په امریکا کې بندیز ولګول شي.

له بالیووډ ستورې د مخدره توکو قضیه کې پوښتنې ګروېزنې شوې

د هندي فلمي نړۍ مشهوره ممثله دیپیکا پوډوکون د هند مخدره موادو مخنیوي ادارې این سي بي ته د ممثل سوشانت سینګ راجپوت د مړینې په هکله پوښتنو ګروېږنو ته بلل شوې وه.

ځانګړې پاڼه: د افغان سولې بهير

دا پاڼه افغان سولې ته ځانګړې شوې ده. د بي بي سي پښتو په دې پاڼه کې له طالبانو سره د سولې په اړه شننې، ګڼ ځانګړې مطالب او خبرونه موندلی شئ.

افغانستان کې بانکوالي او مالي سیستم

په دې ځانګړې پاڼه کې د افغانستان بانکي سیستم، حوالې او صرافي ته کتنه شوې ده.

راديويي څپې

غږ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, 29,30

خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.

د راډیولپاره ښه غږ څه ډول وي؟

ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ دخلکو خوښیږي او د ځینو نورو ېې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږڅنګه کیداې شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډمي یوه مسوله مدیره کیتی لوګن پدې هکله هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو ېې زیات شمیرخلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږیږي.